دسرلیکونو ښودنه :  
مياشت :  
کال :  
دمطلب ډول :  
برخه -څانګه :  
سیگار د افغانستان وسله والې قواوې د بشري حقونو نه په سرغړونه تورنې کړې
۳ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۵۱

سیگار د افغانستان وسله والې قواوې د بشري حقونو نه په سرغړونه تورنې کړې

د سیگار په نوي رپوټ کې د ٧٥ پیښو څخه ٢٢ یې محرمې وې چې نشي په ډاگه کیدای او د بشري حقونو څخه د سترو سرغړونو په ۴٦ نورو پیښو کې له محاکمې پرته وژنې او د بندیانو شکنجه کول شامل دي.

 
په هېواد کې ۱۹ ځانګړې امنیتي کمپنۍ هڅې کوي
۳ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۳۳

په هېواد کې ۱۹ ځانګړې امنیتي کمپنۍ هڅې کوي

که څه هم په ۲۰۱۱ کال کې پخواني ولسمشر حامد کرزي د ځانګړیو امنیتي کمپنیو د لغو کولو فرمان ورکړی و؛ خو اوس د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، چې ۱۹ یې د دیپلوماتیکو سیمو امنیت ساتي.

 
امریکا په کندهار کې افغان هوايي ځواک ته ۴نورې بلک هاک هلیکوپټرې ورکړې
۳ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۵۶

امریکا په کندهار کې افغان هوايي ځواک ته ۴نورې بلک هاک هلیکوپټرې ورکړې

د امریکا متحده ایالاتو د سې شنبې په ورځ د کندهار په هوايي لوا کې ۴ بلک هاک هلیکوپټرې افغان هوايي ځواک ته و سپارلې.

 
په تخار کې درې سیمه ییز سندرغاړي له تښتوونکیو وژغورل شول
۳ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۱۸

په تخار کې درې سیمه ییز سندرغاړي له تښتوونکیو وژغورل شول

د تخارملي امنیت ریاست وایي، د دغه ریاست کارکوونکیو د دغه ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې درې سیمه ییز سندرغاړي له تښتوونکیو ژغورلي او د تښتوونکیو د ډلې مشر نیول شوی دی.

 
د وسله والو د ځپلو په موخه A-10 ډوله الوتکې افغانستان ته ورسېدې
۳ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۴۸

د وسله والو د ځپلو په موخه A-10 ډوله الوتکې افغانستان ته ورسېدې

د امریکا هوايي پوځ چارواکو په وینا، د افغان او امریکایي ځوکونو په ملاتړ A-10 ډوله الوتکو په لومړی ځل د روان میاشت په ۱۹ نیټه هوایي بریدونه ترسره کړل.

 
جنرال دوستم پر امنیتي او کشفي بنسټونو سخت نیوکه وکړه
۳ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۵۳

جنرال دوستم پر امنیتي او کشفي بنسټونو سخت نیوکه وکړه

د افغانستان ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په پلازمېنه کابل کې د انتر کانتیننټال پر هوټل د وسله والو ډلییز برید په غبرګون کې د هېواد پر امنیتي او کشفي بنسټونو نیوکه وکړه.

 
نن سې شنبه به ۱۰ افغان کډوال له جرمني افغانستان ته ولېږل شي
۳ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۳۸

نن سې شنبه به ۱۰ افغان کډوال له جرمني افغانستان ته ولېږل شي

تاکل شوې نن سې شنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۳» ۱۰ تنه افغان کډوال له جرمني څخه بېرته افغانستان ته ولېږل شي.

 
کابل ۱۱۱ فرقه: د نصرت عملیات به روان امنیتي وضعیت بدل کړي
۳ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۲۶

کابل ۱۱۱ فرقه: د نصرت عملیات به روان امنیتي وضعیت بدل کړي

د کابل د ۱۱۱ فرقې قوماندان جنرال عبدالناصر ضیایي، وايي، افغان امنیتي ځواکونو د راروان هجري شمسي کال لپاره د "نصرت" په نوم ځانګړي عملیات پلان کړي، چې د ۱۳۹۷ په اوږدو کې به د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو د ځپلو لپاره په ټول افغانستان کې ترسره شي.

 
د افغانستان دښمنانو ته د سپینې ماڼی خبرداری
۳ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۲۲

د افغانستان دښمنانو ته د سپینې ماڼی خبرداری

له افغان امنیتي ځواکونو سره د امریکا مرستې به دوام ومومي او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان دښمنان به د افغان امنیتي ځواکونو له خوا او د امریکا په ملاتړ تر تعقیب لاندې ونیول شي.

 
په پکتیکا کې ۳۰۰ تنو حرفوي زده کړې وکړې
۳ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۴۷

په پکتیکا کې ۳۰۰ تنو حرفوي زده کړې وکړې

د پکتیکا د کار او ټولنیزو چارو رئيس غلام رحمان همدرد وویل، یاد پروګرام د ملي پیوستون د پرمختیايي پروګرام په چوکاټ کې د ۹۶ لکه افغانیو په لګښت د ۳۰۰ کسانو لپاره پلی شو.

 
د امريکا دفاع وزارت په پام کې لري، چې په را روان پسرلي کې افغانستان ته نور ١٠٠٠ سرتېري راواستوي.
۳ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۲۸

د امريکا دفاع وزارت په پام کې لري، چې په را روان پسرلي کې افغانستان ته نور ١٠٠٠ سرتېري راواستوي.

امریکايي رسنیو د لوړپوړیو پوځي چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې له دغو سرتېرو سره به په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر ۱۵ زره ته ورسېږي.

 
امریکا له افغانستان سره ۱۰۰ ملیون ډالر مرسته وکړه
۳ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۰۱

امریکا له افغانستان سره ۱۰۰ ملیون ډالر مرسته وکړه

د دغو مرستو یوه عمده برخه به د اوسپنې لارې، د کابل او خلیج هیوادونو ترمنځ د هوایي دهلیز رامنځته کولو او د صادراتي محصولاتو د ساتنې لپاره د سړو خونو په جوړولو ولګول شي.

 
تدارکاتو کمېسیون: په ۱۳۹۶ کې د ۱۱ ميلیارد افغانیو د حیف و میل مخنیوی شوی
۳ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۲۵

تدارکاتو کمېسیون: په ۱۳۹۶ کې د ۱۱ ميلیارد افغانیو د حیف و میل مخنیوی شوی

د تېر مالي کال د راپور پر بنسټ، ملي تدارکاتو کمېسیون د وزارتونو د امرینو له صلاحیتونو څخه پورته تر ۸۰۰ زیاتې پروژې ارزولي او دې کمېسیون پرې تصمیم نیولی چې د دې ارزونو په پایله کې د ۱۱ میلیارد افغانیو د حیف و میل مخنیوی شوی دی.

 
امریکا متحده ایالاتونه هر کال افغانستان ته ۲۰۰ میليونه ډالر ورکوي
۳ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۱:۱۱

امریکا متحده ایالاتونه هر کال افغانستان ته ۲۰۰ میليونه ډالر ورکوي

ویلکږی، د افغانستان د ماليې وزارت او امریکا متحده ایالاتونو د سفارت ترمنځ د ۱۰۰ میليونو ډالرو په ارزښت د نوي پراختیايي مشارکت تړون لاسلیک شوی ده.

 
عطا محمد نور په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د حکومت مشرانو ته سخت چلنچ ورکړ
۲ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۵۲

عطا محمد نور په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د حکومت مشرانو ته سخت چلنچ ورکړ

نوموړی نن په مزار شریف ښار کې په یوه غونډه کې د وینا پر مهال وویل، «که ژوندی وم» په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې به د ملي یووالي حکومت مشرانو ته د بریالیتوب اجازه ورنه کړل شي.

 
په ترهګریزو بریدونو کي ناکره څرګندونو د رسنیو غبرګونونه راپارولي
۲ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۴۳

په ترهګریزو بریدونو کي ناکره څرګندونو د رسنیو غبرګونونه راپارولي

د هری ترهګریزي او خونړۍ پېښې په پای کي د تلفاتو د ضد و نقیض شمېر ورکول خلک سخت اندېښمن کړي دي.

 
په کابل کې د یوناما دوه کارکوونکو لاپته کیدو او وژل کیدو په اړه تازه جزئیات
۲ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۲۸

په کابل کې د یوناما دوه کارکوونکو لاپته کیدو او وژل کیدو په اړه تازه جزئیات

نن سهار، په کابل کې د سازمان ملل معاومت هیآت یو کارکوونکې د کابل په ۱۷ ناحیه کې وژل شوی او یو ددی نهاد یو ښځینه کارکوونکیه، تښتول شوی ده.

 
د اردوغان خطرناک قمار
۲ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۲۷

د اردوغان خطرناک قمار

د افغان غږ(آوا) په ګزارش سره، سایمون تیسدال، د ګاردین ورځپاڼې تحلیلګر په عفرین کې د ترکیه اخیر عملیات ته په اشاره سره لیکلی دی: د ترکیه خودرای ولسمشر د سوری کردتبار ځواکونو په وړاندی قاطعانه بریالیتوب شرط بندی سره، روسیه، آمریکا او بشار اسد حکومت چالش ته بللی دی خو د هغه دا خطرناک قمار کولای شی ډیر ...

 
اینترکانتیننتال؛ یو تروریستی برید؟
۲ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۲۴

اینترکانتیننتال؛ یو تروریستی برید؟

د داخله وزارت وایی چی د کابل اینترکانتیننتال هوتل باندی برید، د شپږو تروریستانو په وژلو سره پای ته رسیدلی دی. ددی وزارت په وینا، په دی برید کې لږ تر لږه ۵ غیری نظامی کسان چی یو یی خارجی تبعه وو وژل شوی او او ۶ تنه نو ټپیان شوی دی؛ خو یواځې د کام ایر هوایی شرکت ادعا کړی دی چی ددی شرکت ۱۱ تنه کارکوونکې ...

 
غور کې د یوې بلې راډیو سټیشن ته اور اچول شوی
۲ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۲۶

غور کې د یوې بلې راډیو سټیشن ته اور اچول شوی

د غور په ولایت کې د "عدالت غږ" په نوم د یوې خصوصي راډیو چارواکي وايي، تیره شپه درې ناپیژاند وسله والد فیروزکوه په ښار کې د دغې راډیو دفتر ته ننوتي او بیا یې ورته اور اچولی دی.