لویه څارنوالي وایي، د حج اوقافو وزارت مخکینی مرستیال او سرپرست وزیر او د بلخ ولایتي شورا غړی یې په یو کال او شپږ میاشتو بند محکوم کړي.
لویې څارنوالۍ د دولت دوه لوړپوړې چارواکي په بند محکوم کړي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 Jul 2020 - 11:32
لویه څارنوالي وایي، د حج اوقافو وزارت مخکینی مرستیال او سرپرست وزیر او د بلخ ولایتي شورا غړی یې په یو کال او شپږ میاشتو بند محکوم کړي.
لویې څارنوالۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د حج اوقافو وزارت مخکینی مرستیال او سرپرست وزیر داعیالحق عابد او د بلخ ولایت ولایتي شورا غړی محمد اصف مهمند یې د وطیفوي غفلت او له صلایتونو څخه د غلطې استفادې په تور په بند محکوم کړي.
لویه څاروانوالي وایي، داعيالحق عابد د دريو جعلي اسنادو په استفادې د تدارکاتو د قانون خلاف روضې مبارکې ته نیږدې د حج اوقافو وزارت پر ۷۱۲۵ متره مربع ځمکه د شخصي مارکېټ جوړلو لپاره له شاهین ګروپ شرکت سره قرارداد کړی.
په خبرپاڼه کې راغلي، د بلخ د ولایتي شورا غړی محمد اصف مهمند چې د یاد شرکت رئس دی له داعيالحق عابد سره په جرم د شريک کېدو له کبله دواړه په یو کال او شپږ میاشتې بند محکوم شوي.
د یادولو ده چې لویې څارنوالۍ څو ورځې وړاندې هم د نورم او سټنډرډ ادارې رئیس په ګډون ځینې دولتي کارکوونکي د فساد په تور نیولي وو.
Story Code: 215594