(افغان غږ آژانس (آوا 19 عقرب 1398 ساعت 11:42 https://www.avapress.com/ps/news/195217/دفاع-وزارت-د-پکتیا-دريو-قاضیانو-قاتل-په-لوګر-کې-وژل-شوی -------------------------------------------------- سرليک : دفاع وزارت: د پکتیا د دريو قاضیانو قاتل په لوګر کې وژل شوی -------------------------------------------------- متن - منځ : د افغانستان د دفاع وزارت وایي، د لوګر ولایت په محمد اغې ولسوالۍ کې یې پرون ماښام ۶ بجې، د یوه هوایي برید په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د یوه مهم قوماندان ویس الدین په ګډون ۴ وسله وال طالبان وژلي دي. ویس الدین هغه کس وو چې درې ورځې مخکې یې د پکتیا ولایت درې تنه قاضیان په لوګر کې وژلي وو. دغه قاضیان چې له پکتیا څخه کابل ته تلل، د لارې په اوږدو کې په لوګر ولایت کې د ویس الدین له لوري وژل شوی.