(افغان غږ آژانس (آوا 15 سنبله 1397 ساعت 17:16 https://www.avapress.com/ps/news/170214/غور-ولایت-کې-یو-تن-قومندان-وژل-شوی -------------------------------------------------- سرليک : غور ولایت کې یو تن قومندان وژل شوی -------------------------------------------------- ویل کیږی، ددولت مخالفینو د غور د شهرک ولسوالۍ امنیه قومندان وژلی دی. متن - منځ : د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي نن ورځ په دی اړه رسنیو ته ویلی دی، چې امنیه شهرک ولسوالۍ امنیه قوماندان د طالبانو په یوه کمین کې وژل شوی دی. دوی څرګندوی، چې امنیه قومندان د دغه ولایت له مرکزه شهرک ولسوالۍ ته ۲۰۰ټنه غنم سکورټ کول چې په اضطراري حالاتو کې باید ترې استفاده شوې وای، خو د لارې په اوږدو کې د وسله والو طالبانو له کمین سره مخ شوی. هغو وایی، د یاد د برید په پایله کې نوموړی له خپلو دوو ساتونکو سره وژل شوی دی. خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.