(افغان غږ آژانس (آوا 31 سرطان 1398 ساعت 15:45 https://www.avapress.com/ps/news/188783/د-کران-منجان-ولسوالۍ-کې-طالبانو-او-امنیتي-ځواکونو-ترمنځ-جګړه -------------------------------------------------- سرليک : د کران و منجان ولسوالۍ کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه -------------------------------------------------- د بدخشان د کران و منجان ولسوالۍ ځينې اوسېدونکو نن (دوشنبې د چنګاښ په ۳۱مه) وویل چې په دغه ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ شدیده جګړه روانه ده. متن - منځ : دغه اوسېدونکي زیاتوي چې له تېرې ورځې راهیسې په دغه ولسوالۍ کې د ولسي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته روانه ده، که چېرې سیمې ته مرستندویه ځواکونه ونه رسېږي، شونې ده چې طالبان د دغې ولسوالۍ مرکز ونیسي. د هغوی په وینا، تراوسه له طالبانو سره په دغې جګړه کې د ولسي پاڅون کوونکو یو تن وژل شوی او څلور تنه نور یې ټپيان دي. هغوی طالبانو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبر هم ورکوي. تراوسه د بدخشان ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.