(افغان غږ آژانس (آوا 1 قوس 1397 ساعت 10:44 https://www.avapress.com/ps/news/174535/د-لوګر-امنیتي-چارواکي-په-عملیاتو-کې-وژل-شوي-کسان-ملکیان-نه-بولي -------------------------------------------------- سرليک : د لوګر امنیتي چارواکي په عملیاتو کې وژل شوي کسان ملکیان نه‌بولي -------------------------------------------------- د چهارشنبې په شپه د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ اړوند د اب‌بازک په سیمه کې د ملي امنیت د صفر یو قطعې سرتېرو شپني عملیات کړي چې ۷ کسان په‌کې وژل شوي او ۵ نور کسان‌يې له ځانه سره بیولي دي. متن - منځ : د یادې سیمې یو شمېر اوسیدونکو د دې عملیاتو په غبرګون کې د چهارشنبې په ورځ د کابل لوګر لاره تړلې وه او د وژل شویو کسانو جنازې يې په سړک ايښې وې چې بیا یاده لاره ماښام مهال د لوګر د والي او چارواکو په منځګړیتوب بېرته پرانیستل شوه. اعتراض کوونکو ویل څو چې افغان ځواکونه ۵ تنه بیول شوي کسان بېرته خوشې نه کړي، دوی لاره نه پرانیزي. هغوی ویل چې په دې عملیاتو کې ټول وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي چې د بزګرۍ کار يې کاوه. بل لوري ته د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه پور احمدزی وايي چې یاد عملیات د کابل څخه د صفر یو قطعې سرتېرو ترسره کړي، خو دا چې وژل شوي کسان ملکیان دي، د صفر یو قطعې د راپور پر بنسټ دوی دا خبره نه شي تأییدولی.