(افغان غږ آژانس (آوا 11 سرطان 1398 ساعت 11:41 https://www.avapress.com/ps/news/187658/فاریاب-کې-د-افغان-ځواکونو-په-عملیاتو-چې-هوایي-ملاتړ-ورسره-وو-۳۱-وسله-وال-وژل-شوي -------------------------------------------------- سرليک : فاریاب کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې، چې هوایي ملاتړ ورسره وو، ۳۱ وسله وال وژل شوي -------------------------------------------------- د ۲۰۹ شاهین قول اردو مسولین وایي، د فاریاب ولایت په پشتون کوټ ولسوالۍ کې یې د ۸ سرګروپانو په ګډون ۳۱ طالبان، د ځمکني محاربوي عملیاتو په پایله کې، چې هوایي ملاتړ ورسره وو، وژلي دي. متن - منځ : په شمال کې د شاهین قول اردو مسولینو په خپره کړې اعلامیه کې ویلی چې دغه عملیات د فاریاب ولایت د پشتون کوټ ولسوالۍ په نظیر آباد او هزار قلعه سیمو کې ترسره شوي دي. خبر پاڼه زیاتوي چې، په دغو عملیاتو کې د طالبانو څو مرکزونه او پټنځایونه افغان هوایي ځواکونو له لوري په نښه او له منځه وړل شوي دي. د خبرپاڼې له قوله په دغو عملیاتو کې ۱۵ وسله وال ترهګر ژوبل شوي هم دي. خبر پاڼې د یوه افغان سرتیري د وژل کیدو او د ۳ نورو د ټپي کیدو خبر هم ور کړی دی.