(افغان غږ آژانس (آوا 26 اسد 1401 ساعت 13:53 https://www.avapress.com/ps/news/257254/د-کډوالو-هرکلي-یو-سم-او-هوښیار-عمل-دی -------------------------------------------------- سرليک : د کډوالو هرکلي یو سم او هوښیار عمل دی -------------------------------------------------- د افغان کډوالو د موجودیت پر ضد د اعتراضونو له زیاتیدو او په بیلا بیلو هیوادونو کې د هغوی د لګښتونو د زیاتیدو ادعا سره، د ژغورنې نړیواله کمېټه د کډوالو هرکلي یو سم او هوښیار اقدام بولي او په دې باور دي چې کډوال د لګښتونو د لګولو په پرته ډیرې ګټې لري. متن - منځ : آوا: دغه کمېټه وايي، ۷۶ زره ایستل شوي افغانان به په لومړي کال کې د ۱،۴ میلیارد ډالرو احتمالي عاید او شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالره مالیه ورکولو سره د امریکا په اقتصاد کې ونډه واخلي.   د دې سازمان د ارزونې له مخې، نوي افغان کډوال به د امریکا د کار په بازار کې مهم رول ولوبوي او د خدماتو، ترانسپورت، دوکاندارۍ، رسټورانټونو، خوراکي توکو تولید او داسې نورو برخو ته به لا ډېر متوجه شي.   د دغو مهاجرو عاید به په بالقوه توګه په کال کې له 34 زرو ډالرو څخه ډیر وي.   د راپور پر بنسټ، په وروستیو کلونو کې په بېلابېلو هېوادونو کې د کډوالۍ ضد خوځښتونه ډېر شوي دي. د مهاجرینو د منلو د پالیسۍ مخالفان په دې باور دي چې دوی د کوربه هیوادونو اقتصاد یو بار دی.   خو؛ په دې اړه، په امریکا کې د ژغورنې د کمیټې د پروګرام مرستیال، وینس وینډی ویرډ وویل چې "په دې کې شک نشته چې د مهاجرینو هرکلۍ یو سم او هوښیار اقدام دی، د امریکا په اقتصاد کې د دوی مثبته ونډه په هیڅ ډول کمه نه شي اټکل کیدی. "   هغه زیاته کړه چې مهاجرین د لګښتونو د لګولو په پرتله ډیره ګټه پورته کوي.