(افغان غږ آژانس (آوا 1 قوس 1397 ساعت 15:50 https://www.avapress.com/ps/news/174553/کمانډو-ځواکونو-کندز-ولایت-دشت-ارچي-ولسوالی-کې-طالبانو-پر-مواضعو-باندی-برید-کړي -------------------------------------------------- سرليک : کمانډو ځواکونو کندز ولایت دشت ارچي ولسوالی کې طالبانو پر مواضعو باندی برید کړي -------------------------------------------------- د افغانستان په شمال کې افغان پوځ وایي د ملي اردو ځانګړو کمانډو ځواکونو د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالی کې د طالبانو پر مواضعو یرغلیز بریدونه کړي، چې په امله یې تر دا مهاله شاوخوا ۲۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. متن - منځ : په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې کمانډو ځواکونو د هوایي او توپچي قواوو په ملاتړ د دشت ارچي ولسوالی د قرلق په ساحاتو کې د وسله والو طالبانو پر مواضعو یرغلیز بریدونه پیل کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۳ وسله وال وژل شوي. خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغو عملیاتو کې لږ تر لږه ۷ وسله وال ټپيان هم شوي دي. د کمانډو ځواکونو د لسم کنډک قوماندان ډګرمن محمد علي وایي د وسله والو ترهګرو د پټنځایونو د لمنځه وړلو او د جنګیالیو د ځپلو په موخه په دشت ارچي ولسوالی کې یرغلیز عملیات شوي چې د یادې ولسوالی تر بشپړې تصفیې پورې به دوام وکړي. د یادونې وړ ده چې د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر تېره اوونی وویل، چې د ملي امنیت شورا دفتر له اړوندو ارګانونو غوښتي، چې د خلکو د ژوند خوندیتوب او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تلفاتو د کموالي په موخه، ټول هېواد کې پر دښمن خپلو بریدونو ته زور ورکړي.