(افغان غږ آژانس (آوا 11 جوزا 1399 ساعت 15:08 https://www.avapress.com/ps/news/211092/د-افغانستان-مالیې-وزارت-ملي-شورا-دې-کرونا-بودجه-ژر-تصیب-کړي -------------------------------------------------- سرليک : د افغانستان مالیې وزارت: ملي شورا دې د کرونا بودجه ژر تصیب کړي -------------------------------------------------- د افغانستان مالیې وزارت له ملي شورا نه غواړي چې په افغانستان کې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره بودجه ژر تر ژره تصیب کړي. متن - منځ : د دغه وزارت ویاند شمروز مسجدي نن ازادي راډیو ته وویل چې مالیې وزارت د ثور په ١٥مه نېټه د بودجې سند ولسي جرګې ته سپارلی، خو د نږدې یوې میاشتې په تېرېدو سره لاهم دغه سند نه دی تصویب او بې پرخلیکه پاتې دی. دی وایي چې په عادي بودجه کې د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره نږدې ۱۰ میلیارده او ۱۶۹ میلیونه افغانۍ تعدیلات راغلي چې باید ملي شورا یې له ارزونو وروسته تصویب کړي. دا په داسې حال کې ده چې د ١٣٩٩ مالي کال بودجه ۴۲۸ میلیارده افغانۍ ده چې له دې ۲۸۹ میلیارده عادي او ۱۳۹ میلیارده یې پراختیایي بودجه ده، خو ولسي جرګه وایي دغه بودجه متوازنه نه ده.