(افغان غږ آژانس (آوا 19 دلو 1398 ساعت 8:13 https://www.avapress.com/ps/news/202993/د-هرات-پولیسو-عملیاتي-قطعې-قوماندان-سهوا-ووژل-شو -------------------------------------------------- سرليک : د هرات د پولیسو د عملیاتي قطعې قوماندان سهواً ووژل شو -------------------------------------------------- له هرات څخه د رارسېدلیو راپورونو له مخې، د دغه ولایت پولیسو د عملیاتي قطعې قوماندان احمدشاه جلالي په هرات ښار کې ووژل شو. متن - منځ : د هرات امنیتي چارواکي وايي چې تیره ورځ ماښام شاوخوا شپږنیمې بجې د پولیسو د عملیاتي قطعې پر قوماندان په داسې حال کې چې په خپل شخصي موټر کې د هرات ښار د نواباد په سیمه کې د امنیتي ځواکونو د تلاشۍ له پوستې تېرېدو، ډزې وشوې. د پولیسو د عملیاتي قطعې قومانداني وايي چې جلالي د ملي اردو د ځواکونو له لوري وژل شوی دی. امنیتي چارواکي او د هرات د والي ویندوی وايي، له لومړنیو پلټنو داسې ښکاري چې پولیسو سهواُ پر احمدشاه جلاني ډزې کړي دي. د هرات والي امر کړی چې د دې پېښې په اړه دې هراړخیز تحقیقات وشي.