(افغان غږ آژانس (آوا 26 اسد 1401 ساعت 8:53 https://www.avapress.com/ps/news/257227/استرالیا-له-افغانستان-سره-یوولس-میلیونه-ډالره-نغدي-مرسته-وکړه -------------------------------------------------- سرليک : استرالیا له افغانستان سره یوولس میلیونه ډالره نغدي مرسته وکړه -------------------------------------------------- په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي، استرالیا له افغانستان سره ۱۱ میلیونه ډالره نغدي مرسته ځانګړې کړې ده. متن - منځ : آوا: د اوچا دفتر پرون په خپل ټویټر کې ویلی چې د دغه ۱۱ میلیونه ډالرو مرستې سره د افغانستان لپاره د بشری مرستو له صندوق سره د استرالیا ټولې مرستې ۶۳ میلیونه استرالیایی ډالرو ته رسیږی.   د تېر کال د اګست په پنځلسمه د طالبانو له خوا د افغانستان له بيا نيولو سره، په هېواد کې اقتصادي کړکېچ زيات شو او د افغانستان تر نيمايي ډېر وګړي بشري مرستو ته اړتيا لري.