(افغان غږ آژانس (آوا 15 قوس 1390 ساعت 13:05 https://www.avapress.com/ps/news/33520/کابل-کې-د-عاشورا-پر-مراسمو-ځان-مرګی-برید-وشو -------------------------------------------------- سرليک : کابل کې د عاشورا پر مراسمو کې ځان مرګی برید وشو -------------------------------------------------- دا چاودنه، چې د عینې شاهدانو په وینا یوه ځان وژونکې حمله وه په کې د عاشورا په مراسمو کې شامل خلک په نښه شوي دي. متن - منځ : د کابل په مراد خانۍ سیمه کې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده دا چاودنه، چې د عینې شاهدانو په وینا یوه ځان وژونکې حمله وه په کې د عاشورا په مراسمو کې شامل خلک په نښه شوي دي. په دې سیمه کې د ابوالفضل زیارت هم موجود دې، چې هر کالې په کې د عاشورا مراسم پر ځای کیږي. ​​د عیني شاهدانو په حواله وایي، چې په دې چاودنه کې له لسو زیات کسان مړه او ژوبل شوي دي. د خبر له مخې سیمه د امنیتي ځواکونو له خوا کلابند شوې او امنیتي ځواکونه او خلک د مړو او ټپیانو په لیږدولو بوخت دي او همدارنګه نن د مزارشریف ښار کې هم ځان مرګۍ برید شوی.