(افغان غږ آژانس (آوا 23 جدی 1397 ساعت 12:14 https://www.avapress.com/ps/news/177768/په-تېر-۲۰۱۸-کال-کې-۹۲۰-زره-کسانو-ته-د-څښاک-پاکې-اوبه-برابرې-شوې-دي -------------------------------------------------- سرليک : په تېر ۲۰۱۸ کال کې ۹۲۰ زره کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي -------------------------------------------------- د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت، په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او اوبو لګولو پروګرام له لوري په تېر یو کال د ټول هېواد په بېلابېلو ولسوالیو کې د اوبو رسولو او اوبو لګولو ۴۰۲ پروژې تطبیق کړې دي. متن - منځ : په دغو پروژو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د څښاک د اوبو ۲۴۸ شبکې، ۹۲۵ څاه ګانې او د اوبو ۶۳ ذخیرو جوړول او د د ځمکو د آبیارۍ په موخه د څه باندې ۷،۸۰۰) متره اوږده کانالونو، ۳،۳۰۰ متره اوږده کاریزونو او ۱۵ د لمریزو شبکو جوړول شامل دي. په دغو پروژو باندې څه باندې ۱۵ ميليونه آمریکايي ډالره لګښت شوي، چې د یادو پروژو د جوړولو چارو د اړوندو ولایتونو د اوسیدونکو لپاره څه باندې یو ميليون کاري ورځې ایجاد کړې دي. د اوبو رسولو ددغو پروژو په بشپړېدو سره د څه باندې (۹۲۰،۰۰۰) کسانو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.