(افغان غږ آژانس (آوا 16 حوت 1397 ساعت 11:49 https://www.avapress.com/ps/news/180926/داعش-تروریستی-ډله-ننګرهار-پروني-ییز-برید-مسؤولیت-ومانه -------------------------------------------------- سرليک : داعش تروریستی ډله ننګرهار پروني ډله ییز برید مسؤولیت ومانه -------------------------------------------------- د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش په ننګرهار کې د پروني ډله‌ییز برید مسؤلیت ومانه. متن - منځ : دغې ډلې د دغه برید د مسؤلیت اخیستو خبره د اعماق په نوم خبري اژانس کې چې په دې سخت دریځې ډلې پورې تړلی، کړې ده. په دغه برید کې چې د ننګرهار هوایي ډګر ته نږدې په بهسود ولسوالۍ کې د E.B.E په نوم ساختماني شرکت وشو، د دې شرکت ۱۱ کارکوونکي وژل شوي دي. تر دې مخکې د وژل شویو شمېر ۱۶ یادېده. د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي رسنیو ته وویل چې د یوه ټپي حالت ښه نه دی. ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي: د کمپنۍ ۱۱ کارکوونکي شهیدان شوي، نهه تنه ټپیان شوي چې څلور ټپیان تر لومړنیو درملنو وروسته کورونو ته تللي، پنځه تنه تر درملنې لاندې دي چې د یوه تن حالت نازک دی. دا حمله پرون سهار پنځو وسله والو د ننګرهار هوایي ډګر ته څېرمه پر E.B.E خصوصي ساختماني شرکت وکړه او پنځه سره بریدکوونکي د امنیتي ځواکونو له لوري ووژل شول.