(افغان غږ آژانس (آوا 20 اسد 1397 ساعت 17:38 https://www.avapress.com/ps/news/168722/کونړ-ماڼوګی-کې-د-طالبانو-او-داعش-وسله-والو-ترمنځ-جګړه-روانه-ده -------------------------------------------------- سرليک : کونړ ماڼوګی کې د طالبانو او داعش وسله والو ترمنځ جګړه روانه ده -------------------------------------------------- د راپورونو له مخې، د کونړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ په کوړنګل او نورو غرنیو سیمو کې نن سهار د وسله والو طالبانو او داعش ډلې د جنګیالیو ترمنځ جګړه پیل شوې چې لاهم روانه ده. متن - منځ : دولتي چارواکي جګړه تأییدوي، خو دواړو خواو ته د اوښتو تلفاتو په اړه بې خبري ښيي. په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزي په دی اړه وایی، چی دوی ته د یوه طالب وسله وال د ټپي کېدو خبر رسېدلی، خو دی زیاتوي چې جګړه د ماڼوګي په اړوندو درو کې په داسې یوه سیمه کې روانه ده چې نه خلک هلته تګ راتګ کولای شي او نه ټيليفون کار کوي. د کونړ چارواکي وايي، دا په کونړ کې د وسله والو طالبانو او داعش ډلې ترمنځ لومړۍ جګړه نه ده او له دې مخکې هم په چپې درې ولسوالۍ او نورو سیمو کې د دوی ترمنځ جګړې شوي دي.