(افغان غږ آژانس (آوا 13 حوت 1398 ساعت 18:25 https://www.avapress.com/ps/news/204712/جنرال-سکاټ-مېلر-تاوتریخوالی-باید-کم-پاتې-شي -------------------------------------------------- سرليک : جنرال سکاټ مېلر: تاوتریخوالی باید کم پاتې شي -------------------------------------------------- متن - منځ : په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قوماندان وايي، د متحده ایالات تمه ډېره روښانه ده، او هغه دا چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمښت باید دوام وکړي. د نړیوال ائتلاف یوه ویاند ډګروال سوني لېګېټ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د قوماندان جنرال سکاټ میلر له قوله پر ټویټر ویلي، اورکم د باور رامنځته کولو لپاره یو ګام و. د هغه په وینا، امریکا د خپلو ژمنو په اړه جدي ده او طالبان هم باید د خپلو ژمنو په اړه جدي وي. خو بل لور ته افغان طالبانو وویل چې د تاوتریخوالي د کمولو اوونۍ پای ته رسیدلې ده. د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد زیاته کړه چې له بهرنیو ځواکونو سره به د تړون له مخې چلند کېږي، یعنې چې له بریدونو به خوندي وي. په یوه لارښود کې، چې ظاهراً د طالبانو د پوځي کمېسیون له خوا خپلو وسله والو ته استول شوې ویل شوي چې د افغان دولت پرضد به " بریدونه روان پاتې کېږي."