(افغان غږ آژانس (آوا 30 جدی 1398 ساعت 14:39 https://www.avapress.com/ps/news/201292/د-ایران-سفیر-سره-بهرنیو-چارو-وزارت-معین-او-سرپرست-وزیر-لیدنه -------------------------------------------------- سرليک : د ایران سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت معین او سرپرست وزیر لیدنه -------------------------------------------------- متن - منځ : د بهرنیو چارو زارت د اقتصادي همکاریو معین ښاغلی میرویس ناب نن سهار په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي بهادر امینیان سره وکتل. دواړو خواوو د یو شمېر بیلابیلو مسایلو په ګډون په سیمه کې د وروستیو تحولاتو په اړه خپل نظریات شریک کړل. دوی همداراز د یو رغنیز میکانیزم پر اساس د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر لا پیاوړتیا او تعقیب ټینګار وکړ.