(افغان غږ آژانس (آوا 4 حوت 1397 ساعت 16:51 https://www.avapress.com/ps/news/180205/د-افغانستان-او-ترکمنستان-حکومتونو-ترمنځ-ګمرکي-متقابلو-همکاریو-موافقتنامه-لاسلیک-شوه -------------------------------------------------- سرليک : د افغانستان او ترکمنستان حکومتونو ترمنځ د ګمرکي متقابلو همکاریو موافقتنامه لاسلیک شوه -------------------------------------------------- یاده موافقتنامه د دواړو هیوادونو ترمنځ د توکو د لېږد بهیر د ښه والي، د ګمرکي قوانینو له سم تطبیق څخه د ډاډ ترلاسه کولو، د ګمرکي تخطیو د مخنیوي، تحقیق او د هغې پر وړاندې مبارزې په موخه لاسلیک شوه. متن - منځ : د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلی ډاکټر همایون قیومي چې په یو رسمي سفر کې یې د افغانستان اسلامي جمهوریت ولسمشر جلالتماب محمد اشرف غني، ملتیا کوله، د افغانستان او ترکمنستان حکومتونو ترمنځ د ګمرکي متقابلو همکاریو موافقتنامه د یاد هیواد د دولتي ګمرکونو د ادارې رئیسښاغلي عطا دوردي عثمانوفسره لاسلیک کړه. یاده موافقتنامه د دواړو هیوادونو ترمنځ د توکو د لېږد بهیر د ښه والي،د ګمرکي قوانینو له سم تطبیق څخه د ډاډ ترلاسه کولو،د ګمرکي تخطیو د مخنیوي، تحقیق او د هغې پر وړاندې مبارزې په موخه لاسلیک شوه.