(افغان غږ آژانس (آوا 12 جدی 1396 ساعت 21:20 https://www.avapress.com/ps/news/155807/میدان-وردګ-ولایت-کی-۱۶-تنه-جنګیالي-وژل-شوی-دی -------------------------------------------------- سرليک : میدان وردګ ولایت کی ۱۶ تنه جنګیالي وژل شوی دی -------------------------------------------------- د میدان وردګ ولایت چارواکی وایی، د یاد ولایت کې افغان امنیتی ځواکونو عملیاتو د دولت د مخالفو وسله‎والو د ځپلو په موخه په لاره اچول شوي. متن - منځ : د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، د میدان وردک ولایت پولیسو خبر شوی خبر پانه کی ویلی دی، چې په یاد ولایت کې د افغان امنیتی ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې د ۳طالب قومندانانو په ګډون ۱۶ طالب جنګیالي وژل شوي دي. سرچنیو زیاتیوی، دغه عملیات د ملي پولیسو، ملي پوځ، د ځانګړې قطعې او کمانډو له خوا ترسره کېږي. خبر پانه ویلی دی، چې تراوسه په دغو عملیاتو کې د قاري یوسف، قاري مصطفي او قاري فرید په ګډون چې په پاکستان یې پوځي روزنې لیدلې وې ۱۶ طالب اورپکي وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي. سرچینیو زیاته کړی، په یاد عملیاتو کې ۱۰ کلي د طالبانو له شتونه پاک شوي. خو تر اوسه ددولت مخالفینو په دی اړه تبصره نه دی کړی.