(افغان غږ آژانس (آوا 2 جوزا 1398 ساعت 16:50 https://www.avapress.com/ps/news/185651/کاپیسا-ولایت-کې-د-ځانمرګو-بریدونو-طراح-او-مشهور-طالب-ملا-عبدالبصیر-وژل-شوی -------------------------------------------------- سرليک : کاپیسا ولایت کې د ځانمرګو بریدونو طراح او مشهور طالب ملا عبدالبصیر وژل شوی -------------------------------------------------- کورنیو چارو وزات وایي، پرون چهارشنبه د جوزا میاشتې په لومړۍ نیټه یې په کاپیسا ولایت کې د ځانمرګو بریدونو طراح او مشهور طالب قومندان ملا عبدالبصیر د یو لړ عملیاتو پر مهال چې د ګډو ځواکونو له لوري ترسره شول وژلی دی. متن - منځ : کورنیو چارو وزارت زیاتوي چې په دغو عملیاتو کې د دې طالب قومندان پنځه نور ملګري هم وژل شوي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند مرستیال نصرت الله رحیمي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: دغه عملیات چې د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې پرون تر سره شول په ترڅ کې یې ملا عبدالبصیر د دشمن یو مشهور قوماندان له پنځو تنو تروريستانو سره یو ځای ووژل شو .