(افغان غږ آژانس (آوا 22 اسد 1401 ساعت 12:00 https://www.avapress.com/ps/news/257057/په-سمنګان-کې-د-انګورو-حاصلاتو-۱۵-سلنه-زیاتوالی-راغلی -------------------------------------------------- سرليک : په سمنګان کې د انګورو په حاصلاتو کې ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی -------------------------------------------------- د سمنګان د کرنې ریاست چارواکي د دغه ولایت د انګورو په حاصلاتو کې د ۱۵ سلنه زیاتوالي خبر ورکوي او وايي، چې سږ کال تر ۳۰ زره ټنه ډېر انګور حاصل شوي دي. متن - منځ : آوا - مزارشریف: حبیب الرحمن وقاص؛ د سمنګان د کرنې او اوبو لګولو رييس آوا ته وويل: سږ کال په سمنګان کې په څه باندې ١٦٠٠ هکتاره ځمکه د انګورو باغونه کرل شوي، چې ٣٠٧٦٩ ټنه حاصلات يې ورکړي دي.   د هغه په ​​وينا، سمنګان تېر کال ٢٥ زره ټنه انګور توليد کړي وو، چې سږ کال ١٥ سلنه زياتوالى ښيي.   د سمنګانو د کرنې رييس زياته کړه، چې د دغه ولايت د انګورو ډېر باغونه په فيروزنخجير او حضرت سلطان ولسواليو کې دي او دويم دا چې په نورو ولسواليو او مرکز کې هم د انګورو ونې شته.   وقاص وويل چې د سمنګانو زياتره انګور د حسيني، کالک عروس او طايفي ډولونه دي.   د سمنګان انګور کورني او بهرني شهرت لري، چې په تېرو کلونو کې یې د کورنیو بازارونو تر څنګ تر ډېره پاکستان او هند ته صادرېدل، چې د دغو ولسوالیو ډېری اوسېدونکو کورنیو خپل لګښتونه برابرول.