(افغان غږ آژانس (آوا 12 جدی 1397 ساعت 12:11 https://www.avapress.com/ps/news/177056/مخابراتو-او-معلوماتي-ټکنالوجۍ-وزارت-د-ماليې-عوایدو-راټولولو-سوداګريزو-جوازونو-اخيستلو-لپاره-آسان-خدمت-لومړی-مرکز-پرانېست -------------------------------------------------- سرليک : مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ماليې وزارت د عوایدو راټولولو او سوداګريزو جوازونو اخيستلو لپاره د آسان خدمت لومړی مرکز پرانېست -------------------------------------------------- د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له خوا د مالیې وزارت په همکارۍ د کوچنيو او منځنیو مالیه ورکوونکو لپاره د عوایدو راټولو او عامه خدماتو د آسان خدمت لومړنی مرکز پرانېستل شو. متن - منځ : په دغه مرکز کې به د وړو او منځنیو مالیه ورکوونکو سربېره د پانګه اچوونکو لپاره د پیسو د تحویلولو په موخه بانکي آسانتیاوې، د سوداګریزو جوازونو او د کار د جوازونو ترلاسه کولو آسانتیاوې د یو سوداګریز کمپلکس په بڼه موجودې وي. د دغه مرکزون په پرانیستغونډه کې چې د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناوو په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ښاغلي شهزاد اریوبي، د سوداګرۍ خونو استازو او ملي سوداګرو ګډون کړی وو، د مالیې وزارت سرپرست د غونډې په پرانیستې وینا کې وویل:" د دې مرکزونو د جوړېدو موخه د ملي عوایدو د راټولولو د پروسې عصري کول او روڼتیا ده او همدا شان به یاد مرکزونه مالیه ورکوونکو او ملي سوداګرو ته زیاتې اسانتیاوې را منځته کړي." د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ښاغلي شهزاد آريوبي وویل" د مخابراتو وزارت آسان خدمت اداره هڅه کوي چې د عامه خدماتو پروسې ساده او اسانه کړي، هېوادوالو او پانګوالو ته د ماليې ورکولو په برخه کې اسانتياوې رامنځته کړي او ددغه مرکز جوړول يې یوه بېلګه ده. " محترم شهزاد آريوبي همدا راز وویل چې ددغه مرکز په پرانېستې سره به د کوچنيو او متوسطو ماليه ورکوونکو لپاره نه یواځې دا چې د ماليې د ورکړې اسانتياوې رامنځته شي، بلکې د سوداګريزو جوازونو د تر لاسه کولو اسانتياوې هم لري. نوموړي وویل: " دا مرکز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له خوا په عصري ټکنالوژۍ او د سګټاس په سیستم سمبال دی، چې ټول کارکوونکې د اسان خدمت ادارې له خوا روز شوي او د لوړ ظرفیت ترڅنګ خپل کار ته ژمن، صادق او له پوره انرژۍ سره به خپل مسئولیتونه تر سره کړي. " ښاغلي شهزاد آريوبي وویل:" د مخابراتو وزارت غواړي ددغه مرکز سره انلاين خدماتو ته لاره برابره کړي، د بېمې خدماتو، TIN نمبر اخیستلو او د پُستي خدماتو لپاره هم زمینه سازي هم وکړي. " د دې ودانۍ په پرانیستو سره به په لږ وخت کې د مالياتي پروسو ترسره کېدل، تر ډېره د کاغذي کارونو (بيروکراسۍ) مخه نيول، د مالياتي پروسو (درېيو پړاوونو ته) راټيټول او کنټرول، له فايبر سره د مالياتي سيسټم تړل، د مالياتي اسنادو سيسټماټيک تائيد او تصديق، د مالياتي شکايتونو د اورېدلو غږيز او ويډيو ثبت سيسټم، په خپله د پانګوالو له لوري د مالياتو تصفيه کول او د جواز نوي کولو چارې تر یوه چتر لاندي تر سره شي. د یادونې وړده، چې دغه خدماتي مرکز د پارکینګ، بانک، پارک، کیفیټیریا او نورو نړیوالو معیارونو په نظر کې نیولو سره جوړ شوی، چې د خدمتونو په وړاندې کولو کې به خورا اغېزمن تمام شي.