(افغان غږ آژانس (آوا 28 جوزا 1395 ساعت 14:15 https://www.avapress.com/ps/news/127655/پاکستان-ته-د-حضرت-عمر-زاخېلوال-ګواښ -------------------------------------------------- سرليک : پاکستان ته د حضرت عمر زاخېلوال ګواښ -------------------------------------------------- په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال کواښ کوي که‎چېرې پاکستان په تورخم کې د ودانیو جوړل بند نه‎کړي له خپلې دندې څخه به په استعفا ورکړي. متن - منځ : په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال کواښ کوي که چېرې پاکستان په تورخم کې د ودانیو جوړل بند نه کړي له خپلې دندې څخه به په استعفا ورکړي. په داسې حال کې چې د پاکستان پوځ په تورخم کې د دروازې او نورو ودانیو پر جوړلو ټینګار کوي خو زاخېلوال دغه کار د افغانستان لپاره د منلو وړ نه ګني. بلخوا ناټو له کابل او اسلام اباد څخه غواړي چې خپلې لانجې د خبرو له لارې هوارې کړي. د پاکستان د پوځ ویاند جنرال عاصم بجوا وايي چې نوې دروازه تر ۳۵ مترو پورې د ننه د پاکستان په خاوره کې ده او دا کار به ترسره شي. ښاغلي بخوا زیاته کړه: پاکستان به هغه کار چې په خپله خاوره کې یې وي ترسره کړي او دا یو مشروع عمل دی نو د پولې اداره کول به د افغانستان لپاره هم ګټور وي، په تورخم کې به د تاسیساتو د جوړولو کار ونه درول شي. خو په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر د خپل فیسبوک پر پاڼه پاکستان ته داسې ګواښ کړی دی: که پاکستاني پوځیان په تورخم کې د دروازې د جوړولو کار ونه دروي او پرې نه ږدي چې کړکېچ د خبرو له لارې حل شي نو زه له نن څخه په اسلام اباد کې د خپلې دندې د دوام لپاره دلیل نه وینم، زه به د تورخم د ستونزې تفصیل له ټولو سره شریک کړم او د هغې د ناوړه پایلو مسؤولیت به ستاسو پاکستانیانو پر غاړه وي. افغان حکومت ټینګار کوي چې پاکستاني پوځیان په تورخم کې د کړکېچ مسؤول دي. د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي څرګنده کړه:افغان امنیتي ځواکونو په تورخم کې د پاکستان پوځيانو په وړاندې د دې لپاره اقدام وکړ چې دغو ځواکونو د دروازې په جوړولو لاس پورې کړ.موږ نه غواړو چې له پاکستان سره جګړه وکړو او غواړو چې دغه موضوع له سیاسي لارې حل کړو. د ملي امینت شورا ویاند تواب غورځنګ وویل:په تورخم کې چې د هېواد پوخیانو کومه سرښندنه وښوده، د ستاینې ده او د هېواد له ګوټ ګوټ څخه خلکو خپل ملاتړ له دغو ځواکونو څخه اعلان کړ. ناټو هم د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ پر هواري ټینګار کوي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولنټبرګ هم څرګنده کړه: په اوسني وخت کې مهمه دا ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ کم شي او د لازیاتو سرحدي تاوتریخواليو مخنیوی وشي، زه د وضعیت د ښه کېدو لپاره له اوسنیو هڅو هرکلی کوم دا ستونزه باید د خبرو له لارې هواره شي. د یکشنبې په ورځ د افغان او پاکستانیو پوځیانو ترمنځ نښتې پيل شوې، په دغو نښتو کې درې افغان سرتېري او دوه ماشومان ووژل شول او ۲۱ نور پوځیان ټپیان شول، پاکستان هم د خپل یوه لوړپوړي افسر وژل او د څو تنو ټپي کېدل تایید کړي دي.