(افغان غږ آژانس (آوا 23 قوس 1398 ساعت 16:51 https://www.avapress.com/ps/news/198045/هرات-کې-د-ټاکنیزو-شکایتونو-یو-کارمند-په-ډزو-وژل-شوی -------------------------------------------------- سرليک : هرات کې د ټاکنیزو شکایتونو یو کارمند په ډزو وژل شوی -------------------------------------------------- متن - منځ : په هرات کې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون یو کارمند د خپل کار په دفتر کې وژل شوی دی. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد پېښه تاییدوي او وايي، څو شیبې وړاندې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون یو کارمند معتمد نقدي د خپل کار په دفتر کې په ډزو وژل شوی دی. ښاغلی فرهاد وايي، د معتمد نقدي د وژنېع لت لا نه دی مشخص شوی، نه یې هم د قتل په تور څوک نیول شوی خو په ویا یې چې پولیس یې په اړه پلټنې کوي.