(افغان غږ آژانس (آوا 28 جوزا 1398 ساعت 14:35 https://www.avapress.com/ps/news/186949/ولسمشر-غني-د-جمهوري-ریاست-ټاکنې-پر-ټاکلي-وخت-او-په-شفاف-ډول-ترسره-شي -------------------------------------------------- سرليک : ولسمشر غني: د جمهوري ریاست ټاکنې به پر ټاکلي وخت او په شفاف ډول ترسره شي -------------------------------------------------- ارګ وایي، د افغانتسان ولسمشر محمد اشرف غني پرون دو شنبه د جوزا په ۲۷ مه د برتانیې له لومړۍ وزیرې ټرازمې سره د خبرو پر مهال ویلي چې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې به پر پاټکلي وخت او په شفاف ډول ترسره کیږي. متن - منځ : ارګ وایي، د افغانتسان ولسمشر محمد اشرف غني پرون دو شنبه د جوزا په ۲۷ مه د برتانیې له لومړۍ وزیرې ټرازمې سره د خبرو پر مهال ویلي چې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې به پر پاټکلي وخت او په شفاف ډول ترسره کیږي. د ارګ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر غني د برتانیې هېواد له لومړۍ وزیرې او یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره په کتنو کې د افغانستان د سولې پروسې، د جمهوري ریاست ټاکنو او د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو پر پیاوړتیا بحث او خبرې کړې دي. خبر پاڼه زیاتوي چې ولسمشر په دغې لیدنه کې د برتانیې د دوامداره همکاریو څخه د مننې ترڅنګ، د افغانستان د سولې په پروسه کې د سیمه ییز ې اجماع د ایجاد په خاطر د برتانیې حکومت رول مهم او ارزښتناک بللی دی. په خبر پاڼه کې د برتانیي د لومړۍ وزېرې له قوله ویل شوي،: د برتانیې حکومت په افغانستان کې د شفافو او سرتاسري ټاکنو ملاتړ کوي او دغه راز به له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره خپلې همکارۍ او تعهداتو ته دوام ورکړي .