(افغان غږ آژانس (آوا 12 سنبله 1397 ساعت 15:48 https://www.avapress.com/ps/news/169948/وسله-والو-طالبانو-دولت-اباد-ولسوالۍ-چاهی-سیمه-نیولي -------------------------------------------------- سرليک : وسله والو طالبانو دولت اباد ولسوالۍ چاهی سیمه نیولي -------------------------------------------------- بلخ کې امنیتي چارواکي وايي، وسله‎والو د دولت‎اباد ولسوالۍ د چاهي سیمه نیولې ده. متن - منځ : مزارشریف کې امنیتی چارواکې وایی چې وسله والو طالبانو تېره شپه د دولت اباد ولسوالۍ په چاهي سیمه برید کړی دی. وسله والو طالبانو بیا په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې ده چې د چاهي سیمې بازار د دوی تر ولکې لاندې دی او دغلته یې افغان امنیتي ځواکونو ته تلفات اړولي دي. د دولت اباد ولسوالۍ امنیه قوماندان فضل الدین نجم زاده په دی اړه ویلي چې د وسله والو د ځپلو لپاره عملیات پیل شوي او ډېر ژر به د چاهي سیمه له وسله والو طالبانو پاکه کړي.