(افغان غږ آژانس (آوا 28 حوت 1398 ساعت 17:34 https://www.avapress.com/ps/news/205730/د-سعودي-او-روس-ترمنځ-تیلو-جګړه-څنګه-پیل-شوه -------------------------------------------------- سرليک : د سعودي او روس ترمنځ د تیلو جګړه څنګه پیل شوه؟ -------------------------------------------------- متن - منځ : د نړۍ اقتصاد له ستونزو سره لاس ګرېوان دی. یوې خوا ته کورونا ویروس او بلې خوا ته د تېلو پر سر جنجال. د سعودي او روس ترمنځ پر خامو تېلو جنجال د دې توکي بیه لا ټیټه کړه. امریکا چې پر تېلو ځان بسیا شوه، د مسکو او ریاض ترمنځ د تېلو پر تولید جنجال جوړ شو. سعودي د تېلو بیې د زیاتېدو لپاره تولید کم کړ. سعودي یې لامل د کورونا ویروس له وجې بولي خو روس یې ځواب کې له اوپېک سره خپله همکاري ودروله. ویل کېږي روس اسیايي مارکېټ کې د تېلو صادراتو کې د سعودي اجاره داري ننګول غواړي. د روس په ځواب کې سعودي اوس پر ۲۵ امریکايي ډالر د خام تیلو پېرلو ته تیارېږي.