(افغان غږ آژانس (آوا 13 اسد 1399 ساعت 11:47 https://www.avapress.com/ps/news/215982/د-ننګرهار-پر-محبس-برید-لا-هم-دوام-لري -------------------------------------------------- سرليک : د ننګرهار پر محبس برید لا هم دوام لري -------------------------------------------------- د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د یاد ولایت پر محبس ډله‌ییز برید تر ۱۴ ساعتونو وروسته لا هم دوام لري او تر اوسه ۲۱ ملکي کسان وژل شوي. متن - منځ : د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼي له رسنیو سره په خبرو کې وویل، درې برید ګر د افغان امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي او د پاتې نورو بریدګرو د له منځه وړلو لپاره د امنیتي ځواکونو هڅې روانې دي. خوګیاڼی وایي، تر اوسه په یاد بريد کې ۲۱ ملکي کسان وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان شوي چې د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږل شوي. خوګیاڼي دغه راز وویل، ۷۰۰ زندانیان چې د تېښتې هڅه یې کوله بېرته نیول شوي. د راپورونو له مخې ویل کېږي د یادې پېښې پړه داعش ډلې په غاړه اخیستې، خو د یادې ډلې له لورې تر اوسه په رسمي ډول کوم څه نه دي ویل شوي. دغه راز وسله والو طالبانو په یاد برید کې لاس لرل رد کړي او ویلي يې دي چې د دوی کار نه دی. د ننګرهار پر محبس برید تېر ماښام پیل شو، بریدګرو لومړی موټربم ته چاودنه ورکړه او وروسته یې له افغان امنیتي ځواکونو سره نښته پیل کړه چې لا هم دوام لري.