(افغان غږ آژانس (آوا 11 سرطان 1401 ساعت 14:33 https://www.avapress.com/ps/news/255122/په-ترکیه-کې-د-موساد-جاسوسان -------------------------------------------------- سرليک : په ترکیه کې د موساد جاسوسان -------------------------------------------------- موساد په ترکیه کې د استخدام د عملیاتو له لارې په استانبول کې د میشتو فلسطیني مقاومت مشرانو جاسوسي کوله. متن - منځ : آوا - مانیتورینګ، د الجزیرې ټلویزیوني چینل د «ما خفي اعظم» (څه چي پټ دی لوي دي) تر عنوان لاندې په یوه مستند پروګرام کې د اسرائیلو او عربو ترمنځ د پردې تر شا د تړونونو په اړه ځیڼي کارونه افشا کړل، چي د هغه جملي څخه د صهيونېسټ رژيم د موساد سازمان په ترکيه کښې د استخدامولو د عملياتو له لارې يې په استانبول کښې د مېشتو فلسطيني مقاومت د مشرانو جاسوسي کوله.   په دې مستند پروګرام کې ویل شوي چې د متقابلو اجنټانو او اجیرانو یوه شبکه په ترکیه کې د موساد او د هغې د اجنټانو د فعالیتونه افشا کړل.   الجزیرې په دې مستند پروګرام کې دې ته په اشارې سره وویل: د ترکیې استخباراتي ادارې د موساد د پلانونو او پروګرامونو د افشا کولو لپاره د اجنټانو او اجیرانو د یوې شبکې خوځښتونه او هڅې څارلې دي.   دې شبکې داسې اسناد ترلاسه کړي چې د موساد د افسرانو لخوا په استانبول کې ګمارل شوي یو کس ته د پیسو لیږد (حواله) په ګوته کوي.   په دې پروګرام کې یادونه شوې چې د موساد افسرانو په استانبول کې د اروپايي هېوادونو له قونسلګریو څخه د هغو کسانو او عناصرو لپاره چې د موساد له خوا استخدام شوي دي، د ویزو په اخیستلو کې اسانتیاوې برابرې کړي دي.   دې خپرونې په استانبول کې د سویس له قونسلګرۍ څخه د دې سازمان د یوه استازي لپاره د ویزې د ترلاسه کولو شرایط اسانه کولو په وخت کې د موساد د یوه افسر څخه یو سند خپور کړ، خو په استانبول کې د سویس قونسلګرۍ د "ما خفي اعظم" پروګرام په اړه غبرګون وښودلي او ویلي؛ چې موږ د ویزې د پروسې په اړه تبصره نه کوو.   په مستند فلم کې د موساد د دوو افسرانو ځانګړي انځور هم ښودل شوي چې په یوه عربي هیواد کې د دوی سره د لیدنې پرمهال د دوو اجیرانو لخوا نیول شوي.