(افغان غږ آژانس (آوا 28 عقرب 1401 ساعت 12:14 https://www.avapress.com/ps/news/261125/قطر-د-افغانستان-پر-اقتصادي-وضعیت-اندېښنه-وښوده -------------------------------------------------- سرليک : قطر د افغانستان پر اقتصادي وضعیت اندېښنه وښوده -------------------------------------------------- په ملګرو ملتونو کې د قطر درېیم سرمنشي ویلي، هېواد یې په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصادي وضعیت ته اندېښمن دی، په هېواد کې سولې، سوکالۍ او ثبات ته ژمن دی. متن - منځ : آوا: په ملګرو ملتونو کې د قطر د ماموریت دریم سکرتر شیخ جاسم عبدالعزیز الثاني د دغه سازمان امنیت شورا ته وویل چې هېواد به یې له افغانستان سره د بشري، اقتصادي، امنیتي او بشري حقونو ننګونو سره د مبارزې په برخه کې همکاري وکړي.   الثاني د اسلامي امارت له حکومت څخه وغوښتل چې د دوحې د موافقې د عملي کولو لپاره خپل ښه نیت وښيي او د نړیوالې ټولنې په تېره بیا له ترهګرۍ سره د مبارزې او د بشري حقونو په برخو کې د نړیوالو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.   له تېرو پنځلسو میاشتو راهیسې د اسلامي امارت حکومت له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ته ښوونځي ته د تلو اجازه نه ده ورکړې، چې دا کار د نړیوالو له پراخو نیوکو سره مخ شوی دی.