(افغان غږ آژانس (آوا 24 اسد 1401 ساعت 14:24 https://www.avapress.com/ps/news/257157/روسیې-ته-د-اقتصاد-وزیر-سفر-موخه-سترو-اقتصادي-تړونونو-لاسلیکول-دي -------------------------------------------------- سرليک : روسیې ته د اقتصاد د وزیر د سفر موخه د سترو اقتصادي تړونونو لاسلیکول دي -------------------------------------------------- نورالدین عزیزي؛ د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست روسیې ته تللی دی. نوموړي ویلي، مسکو ته د اسلامي امارت د پلاوي د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو ټینګښت او پراختیا او د سوداګرۍ د حجم زیاتول دي او په دې اړه به خبرې اترې وشي. متن - منځ : آوا: نورالدین عزیزی؛ د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست او ورسره مل پلاوي پرون (یکشنبه د اسد ۲۳مه) روسیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د مسکو د دامادووا هوايي ډګر ته د ننوتلو پر مهال له سپوتنیک سره په خبرو کې د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د حجم د زیاتوالي یادونه وکړه.   ښاغلي عزیزي وویل چې د دغه سفر په ترڅ کې به د روسیې فدراسیون له چارواکو سره د غنمو، اوړو، تیلو، نفتي موادو او مایع ګازو د پېرلو د لویو قراردادونو په اړه خبرې اترې وکړي او هڅه به وکړي چې د افغانستان د خلکو قانع کړي. روسي لوري به د افغانستان د خلکو د اړتیا وړ خام مواد په مناسبو او ځانګړو نرخونو برابروي.   دا هم باید په یاد ولرو چې نورالدین عزیزي؛ په دغه سفر کې د هېواد د صنایعو او سوداګرۍ سرپرست وزیر د افغان کارډ شرکت د مشر په ګډون د مالیې، اقتصاد، بهرنیو چارو وزارتونو او د دولتي شرکتونو رئیسان ملګري دي.