(افغان غږ آژانس (آوا 24 سنبله 1397 ساعت 8:44 https://www.avapress.com/ps/news/170757/د-افغانستان-بانک-نن-۳۲-میلونه-ډالر-بازار-ته-وړاندې-کوي -------------------------------------------------- سرليک : د افغانستان بانک نن ۳۲ میلونه ډالر بازار ته وړاندې کوي -------------------------------------------------- متن - منځ : تاکل شوې ده چې د افغانستان بانک نن ۳۲ میلونه ډالر بازار ته وړاندې کړي. د افغانستان بانک عمومي رئیس خلیل صدیق وویل :" دوه عمده دلیله لري .یو د اسعارو پلورل دي چې د پولي سیاست یوه وسیله ده .په دې مفهوم چې د ډالرو په پلورلو سره له مارکیټ نه اضافي افغانۍ راټولیږي. او دوهم دا چې که ووینو چې د افغانۍ ارزښت په بې سابقه ډول بدلیږي نو بیا د مرکزي بانک دنده ده چې مداخله وکړي." د افغانستان بانک رئیس وویل د همدغو اهدافو په خاطر دا بانک له تیرو پینځلسو کلونو راهیسې په کلني ډول بازار ته له دوه تر درې میلیارده ډالر وړاندې کوي. د افغانستان بانک په داسې وخت کې بازار ته ۳۲ میلونه ډالر وړاندې کوي چې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په بې سابقه ډول کم شوی دی. د کابل د اسعارو په بازارونو کې دا وخت یو ډالر په ۷۶ عشاریه ۶۰افغانۍ پلورل کیږي