(افغان غږ آژانس (آوا 6 سرطان 1401 ساعت 15:46 https://www.avapress.com/ps/news/254907/د-جمهوري-ریاست-نښان-بریښنایی-تذکرو-څخه-لیرې-کیږي -------------------------------------------------- سرليک : د جمهوري ریاست نښان د بریښنایی تذکرو څخه لیرې کیږي -------------------------------------------------- د اسلامي امارات د سرشمېرنې اداره وايي، د برېښنايي پېژندپاڼو په نوې ګڼه کې به د افغانستان د پخواني رژیم لوګو لرې شي. متن - منځ : آوا - کابل: محمد حلیم; د اسلامي امارت د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې ویاند رسنیو ته ویلي: «له الکترونیکي تذکرو څخه د جمهوري ریاست د لوګو د لرې کولو پریکړه د کابینې له خوا شوې او په نوې ګڼه کې به عملي شي».   هغه زیاته کړه: اوس مهال برېښنايي تذکرې د افغانستان د تېر حکومت په لوګو سره صادرېږي، خو په نوې ګڼه کې به د اسلامي امارت لوګو ځای پر ځای شي.   د هغه په ​​وينا، دا پرېکړه د اسلامي امارت د کابينې له خوا شوې او ډېر ژر به عملي شي.   دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې له ۱۱ میاشتو راپدي خوا هېڅ هېواد اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی.