(افغان غږ آژانس (آوا 27 عقرب 1391 ساعت 13:30 https://www.avapress.com/ps/news/52350/حامد-کرزي-د-فلسطین-پر-خاوره-اسرائیلي-ځواکونو-بریدونه-په-کلکه-وغندل -------------------------------------------------- سرليک : حامد کرزي د فلسطین پر خاوره د اسرائیلي ځواکونو بریدونه په کلکه وغندل -------------------------------------------------- متن - منځ : د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د فلسطین پر خاوره د اسرائیلي ځواکونو بریدونه چې د یو شمېر فلسطیني بې ګناه وګړو د مړینې لامل شول، په کلکه وغندل. د فلسطیني چارواکو د معلوماتو له مخې، له تېرې چهارشنبې راهیسې د فلسطین پر اړوندو سیمو باندې د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو او بمبارونو له امله د ۳۰ په شاوخوا کې بې ګناه وګړي وژل شوي او د ۲۷۰ په شاوخوا کې نور ټپیان شوي دي. د هېواد جمهور رئیس د افغانستان د خلکو په استازیتوب د فلسطین پر بې ګناه وګړو دا ډول بریدونه چې له کلونو راهیسې دوام لري، په کلکه وغندل او غوښتنه یې وکړه چې ډېر ژر دې دا بریدونه او د ملکي وګړیو وژل بند شي. حامد کرزي زیاته کړه چې ملکي وګړیو ته زیان رسول له هرې خوا او هر چېرې چې وي، د توجیه وړ ندي او د افغانستان اسلامي جمهوریت د یوه فوري اوربند لپاره له هر ډول هڅو څخه ملاتړ کوي. د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی د فلسطین خلکو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي.