(افغان غږ آژانس (آوا 24 جوزا 1397 ساعت 9:33 https://www.avapress.com/ps/news/165376/بدخشان-کې-تر-۲۰-زیات-امنیتي-ځواکونو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې -------------------------------------------------- سرليک : بدخشان کې تر ۲۰ زیات امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې -------------------------------------------------- د بدخشان ولایت د جرم ولسوالی په مربوطاتو کې د وسله والو برید په ترڅ کې تر ۲۰ زیات امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. متن - منځ : د سیمه ییزو چارواکو په وینا، پیښه د سې شنبې په ماښام ناوخته رامنځته شوې ده او په ترڅ کې یې ۷ تنه امنیتي سرتېري خپل ژوند لا لاسه ورکړی. د بدخشان والي ویاند نیک محمد نظري تائید کړه، چې د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته د وسله والو د برید په ترڅ کې ۷ سرتېري شهیدان شوي. نوموړی زیاته کړه، چې د برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۵ تنه امنیتي سرتېري ټپیان هم شوي دي. د ښاغلي نظري په وینا، ښایي د وژل شویو سرتېرو شمېر زیات شي ځکه د ځینو ټپیانو روغتیایي وضعیت خراب دی. د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. په همدې حال کې ښاغلي نظري وایي د برید په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو پوسته د وسله والو لاس ته لوېدلی و چې د امنیتي ځواکونو د ځوابی عملیاتو په ترڅ کې بېرته ونیول شوه.