(افغان غږ آژانس (آوا 15 حوت 1396 ساعت 17:09 https://www.avapress.com/ps/news/159472/په-ننګرهار-کې-هوایی-بریدونو-له-امله-څلور-داعشیان-وژل-شوی -------------------------------------------------- سرليک : په ننګرهار کې هوایی بریدونو له امله څلور داعشیان وژل شوی -------------------------------------------------- د افغانستان په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د امریکایي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو د هوایي برید په ترڅ کې د اسلامي دولت نومې ډلې څلور وسله وال وژل شوي. متن - منځ : د هیواد په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو وایي، د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالی په ناوه ګې په سیمه کې د هوایي برید په پایله کې د داعش دوه غړي او کونړ ولایت کې د وته پور ولسوالی په کورباغ سیمه کې هم د هوایی برید له امله دوه تنه نور داعشیان وژل شوی دی. د سیلاب قول اردو په وینا، د هوایي بریدونو په ترڅ کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی رسېدلی. ننګرهار د افغانستان په ختیځ کېله پاکستان سره ګډه پوله لري چېدهېواد له ناامنه اودطالبانو او داعشدجنګیالیودفعالیت سیمه ګڼل کېږي. کونړ هم د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو، القاعده او نورو وسله والو ډلو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.