(افغان غږ آژانس (آوا 11 سرطان 1398 ساعت 11:59 https://www.avapress.com/ps/news/187660/عبدالله-جنرال-دوستم-لیدنې-ته-لاړ -------------------------------------------------- سرليک : عبدالله عبدالله جنرال دوستم لیدنې ته لاړ -------------------------------------------------- داکتر عبدالله عبدالله اجرایی رئیس د ازبکستان لومړۍ وزیر سره لیدنې وروسته په مزارشریف کې، تیره ورځ، د جنرال عبدالرشید دوستم سره لیدنې لپاره جوزجان ولایت ته لاړ. متن - منځ : د آوا په ګزارش سره، سترجنرال عبدالرشید دوستم، والی، د شبرغان اوسیدونکې او نظامی چارواکې جوزجان هوایی ډګر کې د هیواد اجرایی رئیس څخه ښه راغلاست وکړ او وروسته ښاغلی عبدالله جنرال دوستم کور ته لاړ. فریدون انیق، د جوزجان والی ویاند د آوا خبرنګار سره په خبرو کې وویل: حکومت اجرایی رئیس په دی سفر کې و شبرغان ته، د جوزجان خلګو، سرپل او فاریاب خلګو سره لیدنه کړي دی. هغه زیاته کړه چی ددی درو ولایتونو خلګ خپل مشکلات د داکترعبدالله عبدالله سره شریک کړي او ښاغلی عبدالله ددی ولایت امنیتی مشکلاتو رفع کولو وعده کړی دی. د جوزجان والی ویاند په وینا ښاغلی عبدالله د خلګو، ولایت یشورا او مدنی ټولنې سره لیدنه کړي او نن سه شنبه هم په جوزجان کې پاته کیږی. دا په داسی حال کې دی چی د ولسمشریز ټاکنو په رارسیدو سره د حکومت مشرانو سفرونه ولایتونو ته ډیر شوی دی.