(افغان غږ آژانس (آوا 18 جوزا 1398 ساعت 16:49 https://www.avapress.com/ps/news/186364/د-کرنې-وزارت-ویاند-۴۴-سلنه-افغانان-خوړو-له-نه-خوندیتوب-سره-مخ-دي -------------------------------------------------- سرليک : د کرنې وزارت ویاند: ۴۴ سلنه افغانان د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي -------------------------------------------------- متن - منځ : د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې له دې امله تر ډېره کلیوالې سېمې اغېزمنې دي. د افغانستان ۴۴ سلنه وګړي د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي. د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې له دې امله تر ډېره کلیوالې سېمې اغېزمنې دي. ده وویل: "که په ملي کچه ارزونه وکړو، په لومړي قدم کې کلیوالې سېمې د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي، دوهمه کټګورۍ کې ښاریان او په درېیمه کې کوچیان شامل دي." تېره ورځ د خوړو د خوندیتوب نړېواله ورځ وه او د افغانستان د کرنې وزارت هم وایي چي دا اوونۍ په دې برخه کې یو لړ پروګرامونه لري.