(افغان غږ آژانس (آوا 3 میزان 1401 ساعت 13:47 https://www.avapress.com/ps/news/259011/افغانستان-د-ترهګرو-مرکز-نه-دی-پاکستان -------------------------------------------------- د پاکستان لومړي وزیر ته د حامد کرزي ځواب: سرليک : افغانستان د ترهګرو مرکز نه دی؛ پاکستان دی -------------------------------------------------- د افغانستان پخواني ولسمشر د ملګرو ملتونو په غونډه کې د پاکستان د لومړي وزیر څرګندونو ته غبرګون ښودلی او لیکلي یې دي چې پاکستان له لسیزو راهیسې د ترهګرو پټنځای دی. متن - منځ : آوا: د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعال حضور په اړه د پاکستان د لومړی وزیر شهباز شریف د څرګندونو په غبرګون کې وایی، چې ترهګر د افغانستان پر ضد په مستقیمه توګه کارول شوی دی. له کلونو راهیسې د پاکستان حکومت ملاتړ کوي او افغانستان د ترهګرۍ قرباني دی.   نوموړي په خپل ټويټر ليکلي چې د ملګرو ملتونو په اسمبلۍ کې د پاکستان د لومړي وزير شهباز شريف هغه خبرې چې ګواکې ځينې ترهګرې ډلې په افغانستان کې مرکزونه او فعاليتونه لري، دروغ او له حقيقته لرې دي.   د ښاغلي کرزي په وینا، پېښو او د کلونو تېرېدو دا ثابته کړه چې حقیقت په بشپړ ډول برعکس دی، هغه دا چې افغانستان د ترهګرۍ قرباني دی او د تروریستي ډلو ځالې له لسیزو راهیسې په پاکستان کې دي. د دغه هېواد او له هغه ځایه د پاکستان حکومت مستقیم ملاتړ کوي او د افغانستان پر ضد یې کاروي.   د افغانستان پخواني ولسمشر پاکستان ته سپارښتنه وکړه چې د افغانستان پر ضد له درواغجنو تبلیغاتو ډډه وکړي او برعکس د یوه ښه ګاونډي په توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو او متمدن اړیکو د رامنځته کولو لپاره کار وکړي.   د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د تېرې جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په خپله وینا کې وویل، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغانستان د ترهګرو په مرکز بدل شوی دی.   شریف اندېښنه څرګنده کړې وه، چې په افغانستان کې القاعده، داعش، د پاکستان تحریک طالبان، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او د ازبکستان اسلامي غورځنګ فعالیت لري.