(افغان غږ آژانس (آوا 14 حوت 1393 ساعت 12:48 https://www.avapress.com/ps/news/107983/د-پوهنې-او-مخابراتو-ادارو-ته-نږدې-۵-میلیونو-افغانیو-په-لګښت-تجهیزات-ورکړل-شول -------------------------------------------------- سرليک : د پوهنې او مخابراتو ادارو ته د نږدې ۵ میلیونو افغانیو په لګښت تجهیزات ورکړل شول -------------------------------------------------- متن - منځ : د پوهنې او مخابراتو ادارو ته د نږدې ۵ میلیونو افغانیو په لګښت تجهیزات ورکړل شول. د میدان وردګو ولایت د بوهنې او مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ ریاستونو ته د اړونده وزارتونو له لورې د شاوخوا ۵ میلیونو افغانیو په لګښت بېلابېل تجهیزات ورکړل شول . د پوهنې وزارت له لورې د میدان وردګو ولایت د پوهنې ریاست ته د څلور میلیونو افغانیو په لګښت بېلابېل تجهیزات چې په کې ۵۷ پایې کمپیوټرونه،۷ پایې د فوټو کاپۍ لوی ماشینونه،۳ پایې جنراتورونه،یو د اوبو پمپ،۶۲۰ پایې مېزونه او چوکۍ او نور توکې شامل دي ورکړل شوي دي . د دې ولایت د پوهنې رئیس فضل الرحمن طارق وایي یاد تجهېزات به د اړتیا له مخې بېلابېلو مسلکي ښوونځیو ته ورکړو،چې په دې سره به په یاده برخه کې دزده کوونکو ستونزې تر ډېره کچه حل شي . د یو بل خبر له مخې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست ته د اړونده وزارت له لورې د یو میلیون افغانیو په لګښت د بېلابېلو تجهزاتو،چې په کې ۲۰ پایې کمپیوټرونه،یوه پایه د فوټو کاپۍ ماشین او یو پروجګټور شامل دي،ورکړل شوي دي . د میدان وردګو د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ رئیس فضل الرحیم وایي دوی به له یادو تجهېزاتو څخه د دوی ریاست له لورې جوړ شوي د کمپیوټر او انټرنیټ زدکړې په کورسونو کې ګټه واخلي . هغه زیاتوي له یاد کورس څخه یې تر دا مهاله ۱۵۰ تنه فارغین ټولنې ته وړاندې کړي . د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د پوهنې او مخابراتو وزارتونو څخه مننه وکړه،چې د اړونده ریاستونو سره یې د تجهیزاتو یوه اندازه مرسته وکړه .