(افغان غږ آژانس (آوا 1 میزان 1397 ساعت 10:07 https://www.avapress.com/ps/news/171289/د-انتخاباتو-له-اخلالوونکو-سره-جدي-اقداماتو-په-اړه-ټاکنو-کمېسیون-مشر-غوښتنه -------------------------------------------------- سرليک : د انتخاباتو له اخلالوونکو سره د جدي اقداماتو په اړه د ټاکنو کمېسیون مشر غوښتنه -------------------------------------------------- متن - منځ : د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس ګلا جان عبدالبدیع صیاد ویلي چې د ټاکنو له اخلالوونکو سره دې جدي چلند وشي. ښاغلي صیاد دغه څرګندونې پرون ماښام په ارګ ماڼی کې د ټاکنو د امنیت د خوندیتوب په موخه په جوړه شوې غونډه کې وکړې. هغه د نوماندانو او رای ورکوونکو پر امنیت د ټینګار تر څنګ وویل، چې هغه کسان چې قصد لري ټاکنې اخلال کړي، باید پر وړاندې یې جدي اقدامات وشي. ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویليو چې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین لوی پاسوال اخترمحمد ابراهیمي او د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ستر جنرل محمدشریف یفتلي د ټاکنو د امنیت د ټینګښت په اړه د امنیتي سکتور دچمتووالي په اړه خبرې وکړې. خبرپاڼه زیاتوي، چې هغوی د ټاکنو پروسې د امنیت د تامین په خاطر د یادو ارګانونو پر هراړخیزې همکارۍ ټینګار وکړ وې ویل، د نن ورځې په کنفرانس کې د ټاکنو د امنیت د ټینګښت په خاطر پر هراړخیزه پلان بحث او خبرې وشوې او ټولو منسوبینو په دې اړه خپلې طرحې او وړاندېزونه وړاندې کړل. د ارګ ماڼی له مخې، د امنیتي سکتور د ارګانونو منسوبینو د ټاکنو پروسې د امنیت د ټینګښت په برخه کې خلکو، حکومت او د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ډاډ ورکړ.