(افغان غږ آژانس (آوا 22 قوس 1397 ساعت 15:54 https://www.avapress.com/ps/news/175889/جمهوررئیس-غني-د-هرات-حلقوي-سرک-ترانزیټ-له-پلوه-دغه-ولایت-ارزښت-زیات-کړي -------------------------------------------------- سرليک : جمهوررئیس غني: د هرات حلقوي سرک به د ترانزیټ له پلوه د دغه ولایت ارزښت زیات کړي -------------------------------------------------- د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د لوړپوري دولتي پلاوي په مشرۍ د لاجورد لارې د پرانیستې په موخه هرات ته د سفر په جریان کې نن سهار د هرات حلقوي سرک پرانیست. متن - منځ : جمهوررئیس غني د هرات د حلقوي سرک د پرانیستنې پر مهال په خپلو خبرو کې د دغه ولایت خلکو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، دغه سرک هرات ته د بین المللي ترافیک په زیاتولو سره د ترانزیټ له پلوه د دغه ولایت ارزښت زیاتوي. دغه راز د هېواد جمهوررئیس د زیربناو په برخه کې د ایټالیا د حکومت او د خلکو د همکاریو مننه وکړه. د هرات۴۵کیلومتر اوږد حلقوي سرک د ایټالیا حکومت د۲۲.۵میلیون ډالرو په مالي مرسته د اسلام کلا سرک او د هرات ـ کندهار لویې لارې ترمنځ جوړ شوی دی