(افغان غږ آژانس (آوا 24 سنبله 1397 ساعت 8:48 https://www.avapress.com/ps/news/170758/په-غزه-تراړه-کې-درې-فلسطنیان-وژل-شوي-دي -------------------------------------------------- سرليک : په غزه تراړه کې درې فلسطنیان وژل شوي دي -------------------------------------------------- متن - منځ : په غزه تراړه کې پرون د اسرایلي ځواکونو او فلسطنیانو ترمنځ په تازه نښتو کې د یوه دولس هلک په ګډون درې فلسطنیان وژل شوي دي. فلسطینیان له څو اونیو راهیسې هره جمعه د غزې تراړې په څنډو کې د اسرایل پر ضد ډله ائیزې مظاهرې کوي. د صهیونیستی رژیم پوځ بیا وايي چې شاوخوا ۱۳ زره فلسطینیانو پرون د غزې تراړې په مختلفو برخو کې په بلواو کې ګډون کړی و. د تیرې مارچ میاشت له دیرشمې نیټې راپدیخوا د اسرایلي ځواکونو او فلسطیني اعتراض کونکو ترمنځ شخړو او تاوتریخوالي کې تر اوسه پورې ۱۷۹ فلسطینیان وژل شوي دي. اسرایلي ځواکونو له ۲۰۰۸ کال غزه چې د حماس ډلې تر واک لاندې ده کلابندې کړې ده. د بشري حقونو سازمانونه وايي اسرایل په دې کار سره د غزې تراړې دوه میلونه وګړو ته ډله ائیزه سزا ورکوي.