(افغان غږ آژانس (آوا 26 جوزا 1398 ساعت 11:11 https://www.avapress.com/ps/news/186797/په-فوتسال-سیالیو-کې-افغانستان-هانکانګ-ته-د-۱-۶-توپیر-ماتې-ورکړه -------------------------------------------------- سرليک : په فوتسال سیالیو کې افغانستان هانکانګ ته د ۱-۶ په توپیر ماتې ورکړه -------------------------------------------------- د افغانستان د فوتسال لوبډلې د اسیا د شل کلونو څخه د کم عمر فوتسال اتلولۍ سیالیو په لومړۍ لوبه کې هانکانګ ته د ۱-۶ په توپیر ماتې ورکړه. متن - منځ : د آسیا د شل کلنو څخه د کم عمره ځوانانو ترمنځ د اتلولۍ سیالۍ د شنبې په ورځ د ( جون ۱۵) په ایران کې پیل شوې دي. ټاکل شوې افغانستان خپله دویمه لوبه نن یکشنبه له کوربه هېواد ایران سره ترسره کړي. د اسیا د فوتسال سیالیو کې د آسیا ۱۲ پیاوړي هیوادونه برخه اخلي چې افغانستان تیر کال دغو سیالیو ته لار پیدا کړه.