(افغان غږ آژانس (آوا 1 دلو 1398 ساعت 10:53 https://www.avapress.com/ps/news/201348/کندهار-د-ارغنداب-او-خاکرېز-ولسواليو-مشرانو-له-مرستیال-والي-سره-وکتل -------------------------------------------------- سرليک : کندهار: د ارغنداب او خاکرېز ولسواليو مشرانو له مرستیال والي سره وکتل -------------------------------------------------- متن - منځ : راغلو مشرانو په جلا جلا لیدنو کې ، د امنیت، روغتیا، پوهني، بیارغوني او یو شمېر نورو برخو کي د خپلو سیمو اړوندې ستونزي د مرستیال والي اغالالي دستګیري سره شریکې او په ټړاو یې له ولایتي ادارې څخه د مرستې غوښتنه وکړه. ښاغلي دستګیري د یادو مشرانو د ستونزو تر اورېدو وروسته وویل: ولایتي اداره د ټولنیز عدالت تآمین ته ژمنه ده او په متوازن ډول به ټولو ولسوالیو کي خدمات ترسره کیږي او همداراز د اصولو په چوکاټ کي به د ټولو ولسونو ستونزو ته رسیده ګي وشي. نوموړي له ولسونو غوښتنه وکړه چي په خپلو سیمو کي د پوهني د پیاوړتیا او بېلابېلو رغنیزو او بیارغیزو پروژو تطبیق ته زمینه برابره کړي، څو متوازن انکشاف رامنځته او د خدماتو د وړاندي کولو په برخه کي د ولس قناعت حاصل شي.