(افغان غږ آژانس (آوا 30 ثور 1398 ساعت 18:27 https://www.avapress.com/ps/news/185446/کندهار-ښار-کې-د-افغان-پولیسو-درې-غلچکي-بریدکوونکي-ووژل -------------------------------------------------- سرليک : کندهار ښار کې د افغان پولیسو درې غلچکي بریدکوونکي ووژل -------------------------------------------------- افغان پولیسو تېره شپه د کندهار ښار په بېلابېلو حوزو کې درې غلچکي بریدکوونکي ووژل. متن - منځ : د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزي په دی اړه رسنیو ته وويل: "لومړی دوه تنه بريدکوونکي د کندهار په لسمه امنیتي حوزه کې د پوليسو پر ګزمې برید وکړ، خو د پولیسو د مقاومت په نتیجه کې یو برید کوونکی ووژل شو او دوهم وتښتېد، خو دوهم بریدګر بيا په دولسمې امنیتي حوزې کې د امنیتي ځواکونو له خوا محاصره او وویشتل شو. درېیمه پېښه په لومړی امنیتي حوزې کې وشوه." ښاغلي بارکزي وویل، درېیم بريدکوونکي هم داسې مهال ووژل شو چې د پوليسو پر تلاشۍ یې د بريد هڅه وکړه. د پوليس ویاند وویل، په دغو بریدونو کې پولیسو ته زیان نه دی رسېدلی. د طالبانو ویاند قاري يوسف احمدي بيا وژل شوي کسان طالبان نه، بلکې ملکيان بللي.