(افغان غږ آژانس (آوا 17 سرطان 1399 ساعت 9:53 https://www.avapress.com/ps/news/213930/د-افغانستان-کابینې-لوړپوړو-چارواکو-شتمنۍ-ثبت-پرېکړه-وکړه -------------------------------------------------- سرليک : د افغانستان کابینې د لوړپوړو چارواکو د شتمنۍ د ثبت پرېکړه وکړه -------------------------------------------------- د افغانستان کابینې پرېکړه کړې چې ټول وزیران، والیان، د پارلمان غړي او لوړپوړي حکومتي چارواکي دې خپلې شتمنۍ د درېیو اوونیو په اږدو کې ثبت کړي. متن - منځ : د دې پرېکړې له مخې چې د دوشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې وشوه، خبرداری ورکړل شوی چې که چارواکي او د پارلمان غړي په نږدې وخت کې خپلې شتمنۍ ثبت نه کړي، د مالیې وزارت ته سپارښتنه کېږي چې معاشونه یې بند کړي. د چارواکو او د پارلمان د غړو د شتمنیو د ثبت بحث په وار وار د حکومت په سطح مطرح شوی، خو له یوې مودې وروسته بېرته چوپ شوی دی. په افغاستان کې د لوړپوړو چارواکو د شتمنیو د ثبت قانون د ۱۳۹۷کال د لړم په میاشت کې د پارلمان له خوا تصویب شو، خو د شااوخوا دوو کلونو په تېرېدو سره تر اوسه دا قانون نه دی پلی شوی.