(افغان غږ آژانس (آوا 24 سرطان 1398 ساعت 19:01 https://www.avapress.com/ps/news/188407/رضا-محمدي-نور-د-افغانستان-لپاره-سیالیو-ته-وردانګي -------------------------------------------------- سرليک : رضا محمدي به نور د افغانستان لپاره سیالیو ته وردانګي -------------------------------------------------- د بدني ښکلا ملي فدراسیون وايي: د بدني ښکلا اتل احمد رضا محمدي، چی ځو ځله د ایران تر رپي لاندې نړیوالو سیالیو ته وتلی؛ اوس یې پرېکړه کړې، چې لدی وروسته به د افغانستان تر درې رنګه رپي لاندې خپلې نړیوالې سیالۍ تر سره کوي. متن - منځ : دی، چې له آره افغان دی او له کلونو راپدیخوا په ایران کې ژوند کړی؛ د بدني ښکلا فدراسیون له مسوولینو سره یې په خبرو کې منلې، چې لدی وروسته به د افغانستان د درې رنګه رپي لاندی د بدني ښکلا په بهرنیو سیالیو کې د اهېواد لپاره ننداریز ډګر ته وردانګي. احمد رضا محمدی پر ۲۰۱۷ کال د آسیا د بدني ښکلا په ننداریزو سیالیو کې د ۱۰۰ کیلو کرام وزن په پورته کولو اتل شو او د سروزرو مدال یې تر غاړې کړ.