(افغان غږ آژانس (آوا 20 سنبله 1397 ساعت 11:29 https://www.avapress.com/ps/news/170505/کابل-او-ډیلي-یوه-نوې-هوکړه-لاسلیک-کړه -------------------------------------------------- سرليک : کابل او ډیلي یوه نوې هوکړه لاسلیک کړه -------------------------------------------------- هند او افغانستان هوکړه کړې چې سیمه کې د سولې او ثبات رامنځته کولو لپاره همکاري زیاته کړي. متن - منځ : هند او افغانستان هوکړه کړې چې د سیمې سولې او ثبات او ډاډ ترلاسه کولو لپاره خپله امنیتي همکاري زیاته کړي دا هوکړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین او د هغه د هندي سیال ویجي ګوکالي ترمنځ د دواړو هیوادونو د ګډې کاري ډلې په دریمه ناسته کې شوې ده. دې ناسته کې همداشان هوکړه شوې چې دواړه هیوادونه به یوځای په افغانستان او سیمه کې سولې او ثبات رامنځته کولو لپاره هڅه کوي او خپلې سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ به پراخوي. د هند د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین پرون کابل ته راغلی او ټاکل شوې ده چې نن هم د دواړو خواوو ترمنځ خبرې وشي.